افغان حکومت وايي، د پاکستان د پوځ ځانګړې ډلې د افغانستان په جګړه کې طالبانو ته لارښوونې کوي. د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح يو ځل بيا پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی.